افغانستان روغتیا

یونیسف: په افغانستان کې به ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي

Photo: WHO.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په روان عیسوي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۷.۳ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ (سوءتغذیې) سره مخ شي، چې له دې ډلې نږدې یو میلیون تنه به یې په خورا جدي او مرګونې خوارځواکۍ اخته وي.

دا راپور ښيي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د «ماشومانو د لاغرۍ او ډنګرېدو» یا د وزن د سخت کموالي کچه د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۶ هغو کې د ۲۰۲۵ کال په پرتله زیاته شوې ده؛ هغه وضعیت چې مرستندویه بنسټونو ورته د خوارځواکۍ د یوه مخ په پراخېدونکي بحران په توګه اشاره کړې ده.

دا ګواښ په‌داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان د خوارځواکۍ د اوج یا تر ټولو د لوړې کچې فصل ته نږدې کېږي؛ هغه دوره چې د جولای میاشتې  څخه پیل او تر سپټمبر پورې دوام کوي او معمولاً پر روغتیايي او تغذیوي خدماتو خورا دروند فشار راوړي.

د دغه راپور پر بنسټ، وړاندیز کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۹۴۲ زره ماشومان په خورا سختې او حادې خوارځواکۍ اخته شي او ۷۰۷ زره او ۴۰۰ نور ماشومان به له منځنۍ درجې خوارځواکۍ سره په لوړ ګواښ کې ژوند کوي.

دغه راز تمه کېږي چې ۱.۲ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې هم له دغې خوارځواکۍ څخه زیانمنې شي.

په راپور کې راغلي چې هلمند، کندهار، دایکندي، زابل، بغلان، اروزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، فاریاب او لوګر هغه ولایتونه دي چې د سختې خوارځواکۍ له بحراني کچې سره مخ دي او د تر ټولو د اندېښنې وړ سیمو په کتار کې ځای لري.

تر دوو کلونو کم عمره ماشومان په‌دغو ناروغانو کې تر ټولو لویه برخه جوړوي؛ په داسې حال کې چې د سختې حادې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې په همدوی کې دي.

دا راپور دغه راز وایي چې په روغتیايي مرکزونو کې تر شپږو میاشتو د کم عمره بستر شویو نوزادانو نږدې ۴۰ سلنه یې له طبي اختلاطاتو او ستونزو سره یوځای په سختې خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د راپور د چمتو کونکو په وینا، د خوراکي توکو د خوندیتوب نشتوالی، د ناروغیو خپرېدل، د ماشومانو ناسم خواړه، د روغتیایي او حفظ الصحې د خدماتو کمښت او تغذیوي خدماتو ته د لاسرسي کموالی د وضعیت د خرابېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د ماشومانو ترمنځ د خوراکي توکو د نه‌خوندیتوب کچه د ۲۰۲۵ کال په پای کې له ۴۰ سلنې څخه د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې ۴۷ سلنې ته لوړه شوې ده.

د بودیجې کموالي هم دغه کړکېچ نور پسې توند کړی دی. راپور وایي چې د منځنۍ کچې خوارځواکۍ د درملنې د خدماتو تر ۸۰۰ زیات مرکزونه تړل شوي او مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی که چېرې نوره بودیجه تامین نشي، په راتلونکو میاشتو کې به د تغذیې او د قحطۍ د مخنیوي حیاتي پروګرامونه په بشپړ ډول ودرول شي.

په ورته وخت کې، اټکل کېږي چې په افغانستان کې ۱۳.۸ میلیونه کسان د خوراکي توکو له سخت نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

راپور دغه راز له ایران او پاکستان څخه د کډوالو په لویه کچه راستنېدو ته هم اشاره کړې او وایي چې د روان کال له پیله تر اوسه د شاوخوا ۵۰۰ زره تنو راستنېدو پر زیانګالو کورنیو فشار نور هم زیات کړی دی.

د وضعیت له خرابوالي سره سره، راپور ټینګار کوي چې د خوارځواکۍ له امله د مړینې کچه لا هم د نړیوالو بېړنیو معیارونو په محدوده کې ده؛ هغه موضوع چې د مرستندویه بنسټونو په وینا، د بشري مرستو د دوام پایله ده.

خو بیا هم دغو بنسټونو خبرداری ورکړی که د بودیجې کموالی داسې دوام وکړي، دا لاسته راوړنې به هم له جدي خطر سره مخ شي.

راپور په پای کې ټینګار کوي چې د تغذیوي خدماتو له سمدستي پراخولو او د بشري مرستو له زیاتولو پرته، به په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال په پاتې میاشتو کې د خوارځواکۍ کچه له دې هم نوره خورا پورته لاړه شي.