په کاناډا کې د مېشتو افغانانو د کلتوري پېژندنې او هنر د ښودلو په موخه، د «هېنداره» کلتوري او ټولنیز بنسټ په نوښت سږکال په لومړي ځل د وینډزر ښار د ملتونو په ۵۰ کلن مشهور جشن کې د «افغان کلي» بنسټ کېښودل شو.
د خپاره شوي رسمي پوسټر پر بنسټ، سږکال دغه کلتوري جشن د جون میاشتې په ۱۳مه او ۱۴مه نېټه (د شنبې او یکشنبې په ورځو) د سهار له ۱۰:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۸:۰۰ بجو پورې د وینډزر ښار په نوې پته (۸۵۰ Division Road, Windsor) کې جوړېږي.
په دغه پروګرام کې چې د MCC دفتر په همکارۍ وړاندې کېږي، د ځوانانو کلتوري نندارې، د کلتوري جامو نندارتون او د بالیووډ زومبا تفریحي برخې شاملې دي.
د هېندارې بنسټ مشر، ښاغلي غوث الدین فروتن د دغه تاریخي ګام په اړه آمو ته وویل: «دا د کاناډا په کچه د افغان کډوالو لپاره یو ستر چانس دی چې د خپلې ژبې, کلتور او ملي هویت رښتنې بڼه کاناډایي ټولنې ته نندارې ته وړاندې کړي.»

ښاغلي فروتن زیاته کړه، سږکال به د «افغان کلي» په اډانه کې د افغانستان مشهور او خوندور کبابونه، قابلي پلو، منتو او نور ډول ډول دودیز خواړه په ځانګړي ډول چمتو او ګډونوالو ته وړاندې کېږي.
د هېندارې بنسټ مشر وویل، د خوړو تر څنګ به زموږ بااستعداده ځوانان په وطني او مروجه افغاني جامو کې ملي اتڼونه او رنګارنګ کلتوري نندارې وړاندې کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د افغان کلي یوه بله مهمه او په زړه پورې برخه دا ده چې پېژندل شوی افغان انځور ګر حمد الله ارباب دې جشن کې ګډون کوي او د دې ترڅنګ چې خپلې جوړې کړې تابلوګانې او انځور ګري به نندارې ته وړاندې کړي، په ژوندۍ بڼه به انځور ګري وکړي.

د هېندارې مشر دا هم وویل چې وتلی او مشهور افغان خطاط غلام علي شریفي به خپل د خطاطي هنر په ژوندوۍ بڼه د بېلابېلو ژبو خطاطي وکړي چې د نندار چیانو ځانګړې توجه به جلب کړي.

د ښاغلي فروتن په وینا، د دې کلتوري نندارو اصلي موخه دا ده چې کاناډایانو او د نړۍ نورو ملتونو ته د افغانستان د سوله ییز، بډایه او رښتیني کلتور ښکلی انځور په ډاګه کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په دغه تاریخي جشن کې د افغان کلي د ګډون اصلي هدف د فرهنګي توپیرونو لمانځل، د کاناډا په ټولنه کې د بېلابېلو کډوالو ترمنځ د راشه درشې زیاتول او په بهر کې زموږ د نوي نسل نښلول دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، «هېنداره» یو بنسټیز او کلتوري ارګان دی چې د کلتور او تعلیم په برخه کې خورا ډېرې ژورې رښې لري.
دغه بنسټ په ۲۰۰۳ کال کې په لومړي ځل د افغانستان په کندهار کې د پوهنې، د ماشومانو د ادبیاتو، سواد زده کړې، کلتور، کلتوري ودې او ټولنیزې پراختیا په موخه رامنځته شو، چې د پوهنې او د ماشومانو د ادبیاتو په برخه کې یې لویه تګلاره او میراث پرېښود.
له کلونو کلتوري فعالیت وروسته، دغه بنسټ په ۲۰۲۴ کال کې په رسمي ډول د کاناډا په وينډزر (Windsor, Ontario) ښار کې بېرته له سره فعال او تاسیس شو، ترڅو په کاناډا کې هم خپل پخواني او کلتوري رسالت ته دوام ورکړي.
هنداره په وينډزر کې د نوې راغلو افغان کډوالو او کورنیو سره د ځای پر ځای کولو او لارښوونې په برخه کې مرسته کوي، ترڅو هغوی پر محلي سیسټمونو پوه شي او اړوندو خدماتو او ملاتړیزو مرکزونو ته لاسرسی ومومي.
دا بنسټ د ځوانانو د رهبرۍ لپاره د داوطلبانه کارونو, منټورشیپ یا لارښوونې، مدني ښېګڼو او په ځان د ځانګړي باور رامنځته کولو لپاره ځوانانو ته مناسب چانسونه برابروي.
په نهایت کې، دا ارګان د کلتوري پیښو، شراکتونو، خدمتونو او رضاکارانه کارونو له لارې په کاناډایي ټولنه کې د افغانانو عامه شتون او وقار لا پسې پیاوړی کوي.
د دغه بنسټ اصلي لوری د کډوالو له مېشتېدو څخه نیولې تر مشرۍ پورې دی، ترڅو نوي راغلي افغانان او ځوانان په وينډزر کې فعال غړي شي او خپل کلتوري هویت په پوره درناوي او ویاړ سره وساتي.
سږکال په کلتوري کاروان کې د افغان کلي ګډون د همدې هڅو یوه ښکاره بېلګه ده.
