افغانستان د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د ۱۹۴۶ د نومبر پر نولسمه نېټه د ملګروملتونو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.
۷۶ کاله مخکې پر همدې ورځ په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان استازي حسین عزیزي د ملګروملتونو سازمان منشور لاسلیک کړ او له هغې وروسته د هېواد بیرغ د دغه سازمان په مرکز کې ورپېده.
افغانستان د ملګروملتونو سازمان د منشور له تصویب یو کال وروسته په ۱۹۴۷ کال کې د بنسټ اېښوودونکو هېوادونو له خوا د دغه سازمان غړیتوب منلی دی.
تېرو اتو لسیزو کې افغانستان دغه سازمان ته ۱۳ استازي معرفي کړي دي چې په دغو استازو کې یوې ښځې هم حضور درلود.
محمد کبیر لودین، عبدالحمید عزیز، عبدالرحمن پژواک، بسمالله سهاک، فرید ظریف، شاه محمد دوست، خدایداد بشرمل، عبدالغفور روان فرهادي، ظاهر طنین، محمود صیقل، عادله راز، غلام محمد اسحاق زی او نصیر احمد فایق د افغانستان په استازیتوب په دې کلونو کې په ملګروملتونو سازمان کې حضور لرلی دی.
افغانستان تل د دغه سازمان فعال کړی دی
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وایي، په هغو کلونو کې چې په افغانستان کې سوله او سوکالي وه د دغه سازمان فعال غړی و، او په ملګروملتونو سازمان کې یې د پام وړ رول لوبولی دی.
فایق په دوام کې لیکلي: «د بېلګې په توګه د افغانستان سفیر ښاغلي پژواک په ۱۹۶۶ کال کې د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې د یوویشتمې ناستې مشري وکړه او په همدې توګه په ۱۹۶۷ کال کې یې د پنځمې ځانګړې ناستې مشري کړې ده؛ یعني د عمومي اسمبلې رییس و.»
اخوا په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست په دې نظر دی چې دغه سازمان نه دی توانېدلی د خلکو تمه او هیله پوره کړي.
افغانستان نه دی توانېدلی د ملګروملتونو سازمان له ظرفیتونو ګټه واخلي
د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي چې د افغانستان استازي نه دي توانېدلي د دغه سازمان له ظرفیتونه لکه څنګه چې اړتیا ده، ګټه واخلي.
د سیاسي چارو شنونکي نورالله راغي وویل: «دغه سازمان تل د افغانستان د سولې او جګړې په چارو کې ارزښتناک رول لرلی دی.
تېرو ۴۰ کلونو په ځانګړې توګه بیا وروستیو ۲۰ کلونو کې چې افغانستان کې د ترهګري پروړاندې مبارزه د دغه سازمان په مشرۍ پرمخ تله او دغه سازمان د افغانستان د ودې په بېلابېلو برخو کې له ګڼو نیوکو سره سره، ګټور رول لرلی دی؛ خو هغه څه چې خلکو پورې تړلي دي، افغانان د سیاسي نظام د ناکارهوالي او افغانستان کې د واکمنو د بې وسۍ او بې مسوولیتۍ له امله نه دي توانېدلي د دغه سازمان له ظرفیتونو څخه د پام وړ ښه ګټه واخلي.»
افغانستان په دغه سازمان کې د خپل غړیتوب په اتو لسیزو کې ډېرې هسکې او ټیټې تجربه کړې دي.
د ملګروملتونو سازمان نه دی توانېدلی افغانستان کې د ناورین په له منځه وړلو کې ګټور رول ولوبوي
یو شمېر پوهان هم باوري دي چې افغانستان تر ۴۰ کلونو زیاته موده کېږي چې په ښکاره توګه په کړکېچ کې دی؛ خو د ملګروملتونو سازمان نه دی بریالی شوی د دغه ناورین په له منځه وړلو کې ګټور رول ولوبوي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سید مهدي افضلي وایي چې په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان غړیتوب له سترو ځواکونو سره په تعامل کې د افغانستان د اړیکو او همکارۍ اغېزمنتیا او رول پورې تړلی دی.
افضلي څرګنده کړه: «د لوېدیځ هېوادونه خپلو ګټو ته په پام پر لویو نړیوالو مسایلو اغېزه کړې ده. نو فکر کوم د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان تر ۷ لسیزو په زیاته موده غړیتوب کې، د افغانانو له ګټو سره سمه او سالمه استازولي شوې وي. له دې امله چې د سترو ځواکونو او همداراز د هغو ځواکونو ترمنځ چې افغانستان کې دننه وو د سیاسي تړاو له امله بنسټیز رول لرلی دی او د افغانستان په رول یې اغېزه کړې وه.»
له بلې خوا هغه استازي چې افغانستان د ملګروملتونو سازمان ته لېږلي دي، د خلکو له ګټو سره متناسب استازي نه وو، د استازولیو سیاسي کېدو پر غورهوالي منفي اغېز کړی دی.
د ملګروملتونو سازمان د ۱۹۴۵ کال د اکټوبر پر ۲۴ کله چې پخواني شوروي، امریکا، بریتانیا، چین، فرانسې او نورو لاسلیکوونکو د ملګروملتونو منشور تصویب کړ په رسمي توګه رامنځته شو.
دغه سازمان شپږ اصلي برخې؛ یعني عمومي اسمبله، د امنیت شورا، دارالانشا، د څېړنو نړیواله محکمه، اقتصادي او ټولنیزه شورا لري او اوسمهال د افغانستان په ګډون ۱۹۳ هېوادونه په دغه سازمان کې غړیتوب لري.