منځنی ختیځ

اسراییلو له خبرداري وروسته د لبنان پر سویل نوي هوايي بریدونه پیل کړل

انځور- ارشیف څخه

د تل ابیب پوځ د لبنان د سویل د ۲۰ ښارګوټو له اوسېدونکو غوښتي چې د اوربند سربېره خپل کورونه پرېږدي او د زهراني سیند شمالي سیمو ته کډه شي.

د لبنان دولتي رسنیو نن د شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو د دغه هېواد پر سویلي سیمو نوي او درانده هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د لبنان د ملي خبري اژانس (NNA) د معلوماتو له مخې، د اسراییلو په دغو نویو هوايي بریدونو کې د نبطیه ښار ته نږدې پراته څو کلي، په ځانګړي ډول د «ریحان» او «سجود» سیمې په نښه شوې دي.

له دغو بریدونو څو ساعته وړاندې، د اسراییلو پوځ په سویل کې د نویو بریدونو د پیلېدو خبرداری ورکړی و او د نبطیه ښار په ګډون د ۲۰ ښارګوټو او کلو له خلکو یې غوښتي وو چې خپل کورونه په بېړني ډول خالي کړي.

د اسراییلو د پوځ عربي ژبي ویاند اویخای ادرعي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «ستاسو د خپل امنیت لپاره، تاسو باید سمدستي خپل کورونه پرېږدئ او د زهراني سیند شمال لور ته حرکت وکړئ.»

نوموړي پر حزب الله ډلې د اوربند د ماتولو تور پورې کړی او زیاته کړې یې ده، هر څوک چې د حزب الله د نظامي تاسیساتو او وسلو اډو ته نږدې پاتې کېږي، خپل ژوند په شعوري ډول له خطر سره مخ کوي.

دا بریدونه په‌داسې حال کې کېږي چې د اپریل له ۷مې راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ یو کمزوری اوربند شتون درلود، خو د اسراییلو نوي هوايي بریدونه او د سیمو د خالي کولو امر د دغه اوربند د بشپړ له منځه تلو وېره راپیدا کړې ده.