واشنګټن او تهران په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې د متن پر سر پرمختګ کړی، خو په ورته وخت کې په خلیج کې نوي پوځي تحرکات هم لیدل شوي دي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو او ایران تېره ورځ ناوخته نښې ښودلې چې د دوی ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هوکړه نږدې شوې ده.
د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې دواړه لوري پر یو متن سلا شوي او واشنګټن تمه لري چې په نږدې ورځو کې لومړنۍ هوکړه لاسلیک کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که څه هم په هوکړه کې د بدلونونو احتمال شته، خو دا تړون ښيي چې هېواد یې له دغې جګړې څخه د ګټونکي په توګه راوتلی دی.
هغه د ایران دولتي ټلوېزیون ته وویل: «ایران له امریکا سره په جګړه کې بریالی شوی دی.»
خو له دغو څرګندونو څو ساعته وروسته، امريکایي ځواکونو د هرمز تنګي په لور روان د ایران څو انتحاري بېپیلوټه الوتکې (ډرون) نسکورې کړې.
سرچینې وايي دغو ډرون الوتکو سوداګریزو بېړیو ته ګواښ پېښ کړی و، خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وروسته تایید کړه چې دا حیاتي اوبلاره اوس د تګ راتګ پر مخ پرانیستې ده.
په ورته وخت کې، ایراني رسنیو د هرمز تنګي په ساحلي سیمو او قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه راپور کړي، چې ځانګړو ځواکونو هغو بېړیو ته د خبرداري ډزې کړې وې چې د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له اجازې پرته د تېرېدو په حال کې وې.
د دغې وړاندیز شوې هوکړې له مخې، امریکا به د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په بدل کې د ایران د تېلو پر صادراتو بندیزونه لیرې کړي او د دغه هېواد په میلیارډونو ډالره کنګل شوې شتمني به هم ازاده کړي.
همدا راز د ایران پر اټومي پروګرام به د هوکړې له لاسلیک وروسته تر ۶۰ ورځو پورې خبرې کېږي.
عباس عراقچي زیاته کړه، ایران غواړي خپل بډایه شوي یورانیم په کمزوري شوي (مخلوط) شکل کې له ځان سره وساتي، او د هرمز تنګي کنټرول به له عمان سره په ګډه د ایران په لاس کې وي.
هغه په ټینګار سره وویل: «زموږ توره به تل د هرمز پر تنګي ځړېدلې وي.»
لوېدیځې سرچینې وايي، ممکن دا هوکړه د یکشنبې په ورځ د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وانس او د ایران د پارلمان د مشر محمد باقر قالیباف ترمنځ په جنیوا کې په غیابي (لرې واټن) ډول لاسلیک شي.
اسراییل بیا پهدې مذاکراتو کې برخه نلري او لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې هېواد به یې د دې هوکړې غړی نشي. بل لور ته عراقچي ادعا کړې چې دا تړون به په لبنان کې هم جګړه پای ته ورسوي، خو د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي چې دوی به له نیول شویو سیمو پر شا نشي.
د دغې هوکړې د پرمختګ له امله د تېلو نړیوال نرخونه له ۳ سلنې څخه زیات راښکته شوي او د برنټ خامو تېلو بیه په وروستیو دوو میاشتو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده، چې دا د ډونالډ ټرمپ د حکومت لپاره د کورني مالي فشارونو په کمولو کې یو ښه خبر ګڼل کېږي.
