د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو پخواني وزیر محبالله صمیم په هرات ولایت کې پر اعتراض کوونکو د طالبانو وروستی تاوتریخوالی او په ورته وخت کې د افغانستان فرضي کرښې ته په څيرمه سیمو د پاکستان هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
ښاغلي صمیم په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې د کورني تاوتریخوالي او بهرنیو بریدونو ترمنځ مستقیم تړاو شتون لري.
د هغه په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ځانګړې توګه په وروستیو کې چې په هېواد کې هر وخت د خلکو لخوا یو رښتینی ولسي خوځښت یا اعتراض راپورته کېږي، سمدستي د پاکستان بریدونه پیل شي ترڅو د ټولنې او عامه خلکو ذهنیت له اصلي مسلو څخه بل لوري ته واړول شي.
نوموړي پر اوسني وضعیت توندې نیوکې کړي او څرګنده کړې یې ده چې افغان ولس اوس له دوه اړخیزه فشار او قربانۍ سره مخ دی.
صمیم زیاتوي: «له یوې خوا په خپل لاس ولس ځپي او له بلې خوا یې د بل د بمباریو ته قرباني کوي؛ خو افغانان په دې ټولو لوبو او تکتیکونو ښه پوهېږي او دا روانه چاره باید د تل لپاره بنده شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو په ملاتړ د لاریونونو پر مهال د طالبانو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او بلخوا تېره شپه پاکستاني الوتکو پر خوست، پکتیکا او کنړ بمباري کړې چې د ۱۱ ماشومانو په ګډون پکې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
