افغانستان

د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان په ۴۲ کاله زندان محکوم کړ

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د نیویارک ښار د منهتن یوې فدرال محکمې د «نجیب‌الله» په نوم د طالبانو یو پخوانی قومندان ، د امریکایي خبریال «ډېوېډ روډ» د تښتولو او د درېیو امریکایي سرتېرو په وژنه کې د ښېکېلتیا په جرم په ۴۲ کاله بند محکوم کړی دی.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، دغه ۵۰ کلن پخواني قومندان په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له دوو نورو کسانو سره یوځای د دغه امریکایي خبریال او د هغه د ملګرو په تښتولو کې لاس درلود.

طالبانو دغه امریکایي وګړی او ملګري یې تر اوو میاشتو پورې د پاکستان په یوه قبایلي سیمه کې ساتلي وو، تر هغه چې هغوی په بریالیتوب سره له دغه بنده په تېښته وتوانېدل.

نوموړي په محکمه کې اعتراف وکړ چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې یې طالبانو ته د وسلو په لېږلو سره مالي او مادي ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې پوهېده له دغو وسلو څخه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو لپاره کار اخیستل کېږي.

نجیب‌الله په محکمه کې د ژباړن له لارې له اغېزمن شوي خبریال او د هغه له کورنۍ څخه بښنه وغوښتله.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال، ټاډ بلانش په‌دې اړه وویل: «دا دوسیه ثابتوي چې هر څوک امریکایانو ته زیان رسوي او په ترهګریزو کړنو کې برخه اخلي، که هر څومره وخت هم ونیسي، موږ به یې تعقیب او د عدالت منګولو ته به یې وسپارو.»

د فدرال محکمې قاضي، کاترین پولک فایلا وویل چې نجیب‌الله ته یې د ټول عمر بند (حبس ابد) سزا ځکه ورنکړه، چې هغه پر خپل جرم اعتراف وکړ او همدا راز د کرونا د وبا پر مهال یې د ۶ کلونو لپاره د زندان سخت شرایط تېر کړي وو.

بلخوا، تښتول شوي خبریال ډېوېډ روډ د یرغمل نیونې پروسه یو بې‌رحمانه او د بې‌وسۍ عمل وباله چې پر کورنیو سخت رواني فشار راوړي.