د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د غبرګولی ۱۷ – د ۸ بجو خبرونه

د هرات اوسېدونکي وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبینو د یوې ښځینه نرسې په ګډون، لسګونه ښځې او نجونې، د طالبانو د خوښي وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي.

دوی وایي چې طالبانو ښځو او نجونو ته خبرداری ورکړی چې که لومړی ځل ونیول شي، یوه اوونۍ به زنداني وي، او که دویم ځل ونیول شي، تر یوې میاشتې پورې به د هرات په مرکزي زندان کې وساتل شي.

په همدې حال کې، سرچینې وایي چې د طالبانو محتسبینو د هرات په حوزوي روغتون کې یو شمېر نارینه ډاکټران او نرسان هم د ږیرې نه لرلو یا د ږیرې د لنډوالي له امله نیولي دي.
طالبان په دې اړه خبرو ته حاضر نه دي.