د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا «یونیسف» د سټراټیژیکو څېړنو او شواهدو دفتر په یو نوي تحلیلي راپور کې ویلي، چې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام په افغانستان کې د بشري پانګې بنسټ کمزوری کړی دی.
دا وضعیت د هېواد د راتلونکي پرمختګ، عامه خدمتونو او ټولنیز ثبات لپاره سختې عواقب لري.
دا تحلیل چې په نړیواله مجله «فوربس» کې خپور شوی، خبرداری ورکوي چې طالبان هر کال د نجونو د منځنیو او ثانوي زدهکړو په محدودولو سره، د نجونو یو بل نوی نسل په هېواد کې بندي کوي چې هیڅکله نشي کولی مسلکي کاري ځواک ته ننوځي؛ دا چاره خورا لوی ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي.
راپور د روان زېږدیز کال د اپریل د ۲۸مې نېټې د ارقامو له مخې کاږي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز لا د وړاندې د افغانستان د کورني ناخالص تولید (جي ډي پي) کچه نږدې ۰.۵ سلنه راکمه کړې ده.
یونیسف له طالبانو غوښتي چې دا بندیزونه لغو کړي ترڅو د لا زیات اقتصادي رکود مخنیوی وشي.
دا تحلیل د هغو شواهدو پر بنسټ چې د میندو د زدهکړې او د ماشومانو د روغتیا ترمنځ نږدې اړیکه ښيي، خبرداری ورکوي چې د زدهکړو دا بندیز د ماشومانو د قد د ټیټوالي (سوء تغذیې) د زیاتوالي، د واکسیناسیون د کچې د کموالي او د امیندوارۍ پر مهال د میندو د مراقبتونو د کمېدو لامل کېدلی شي.
یونیسف ویلي: «اوسني چارواکي باید د مهارتونو له زدهکړې ساتنه وکړي او ښځو ته د کار په بازار کې د برخې اخیستنې اجازه ورکړي. دا ګام په کلني ډول د هېواد په اقتصادي وده کې ۰.۵ سلنه زیاتوالی راوستی شي او که ښځو ته تعلیمي او کاري فرصتونه پراخ شي، دا ګټه به لا پسې زیاته شي.»
د یونیسف په باور، افغانستان په وروستیو کلونو کې له یو لړ پرلهپسې ناورینونو سره مخ شوی دی.
پرلهپسې او اوږدمهالې وچکالۍ کرنه ګډوډه کړې او د ډېرو کورنیو خوراکي خوندیتوب یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
بل لور ته په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو کې پرلهپسې زلزلو د ګڼو هېوادوالو د مړینې، ژوبلېدو او بېځایه کېدو لامل شوې دي.
په تحلیل کې راغلي چې د وضعیت د خرابوالي بل مهم لامل له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په لویه کچه راستنېدل دي.
د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې، نږدې ۳ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې د ښوونځي په عمر برابر دي او دې چارې پر شته ټولنیزو خدماتو فشار لا زیات کړی دی.
یونیسف وړاندوینه کړې ده چې په روان ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان د نفوس نږدې ۴۵ سلنه غړي (شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې ۸ میلیونه یې ماشومان دي) بشري مرستو ته جدي اړتیا ولري؛ په ورته وخت کې د ماشومانو ترمنځ سخته خوارځواکي په خورا پراخه کچه موجوده ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو د بندیز له لګېدو راهیسې، هیڅ نجلۍ له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې نده ثبت شوې.
تخمین دادی چې همدا اوس یو میلیون نجونې په مستقیم ډول له دې بندیز څخه اغېزمنې شوې دي.
یونیسف په پای کې خبرداری ورکړی، که دا بندیز همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هغو افغان نجونو شمیر دوه میلیونو ته ورسېږي چې د لومړنیو زدهکړو څخه د پورته تعلیم حق څخه محرومې پاتې کېږي.
