افغانستان

یو این ډي پي: د اوبو او لمریزې برښنا پروژو د افغانانو ژوند بدل کړی دی

انځور دملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام څخه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) په خپل نوي راپور کې ویلي چې له ۱۹۵۰ کال راهیسې په هېواد کې د تودوخې ۱.۸ درجې لوړه شوې، چې له امله یې هر کال د سېلابونو او وچکالۍ له امله له ۲۰۰ زرو څخه زیات خلک زیانمن کېږي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، یو این ډي پي د جاپان په مالي ملاتړ د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د اوبو لګولو نوي کانالونه او استنادي دېوالونه جوړ کړي دي. دا پروژه اوسمهال د ۲۵ کلونو لپاره د ۸۰ زرو کسانو (په‌کې ۲۸,۸۰۰ ښځې او ۲۴,۰۰۰ ماشومان) ستونزې حلوي.

راپور زیاتوي چې په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو د ویجاړیو د مخنیوي لپاره د «عناب» داسې ونې اېښودل شوې چې د وچکالۍ او سېلابونو پر وړاندې کلکې دي. دا ونې د باران اضافي اوبه جذبوي او مېوه یې د ځایی خلکو لپاره نوی عاید ګرځېدلی دی.

یو این ډي پي د خپلو لاسته راوړنو په لړ کې روښانه کړې چې په سویل کې د کندهار ولایت په سربند کلي کې، کروندګرو ته د نوو وسایلو او روزنې په ورکولو سره د انګورو د حاصلاتو د ضایع کېدو کچه له ۹٪ څخه ۳٪ ته راکمه شوې ده.

د دغه سازمان په وینا، په کابل او بغلان ولایتونو کې د اوبو د پخوانیو او ویجاړو شویو کانالونو په بیا رغولو سره، په سلګونو هکتاره شاړه ځمکه بېرته په شنو پټیو بدله شوې ده.

یاد بنسټ زیاتوي چې په ګلدره ولسوالۍ کې د نویو زیربناوو جوړولو د غلو دانو حاصلات له ۲۵٪ څخه تر ۴۰٪ پورې زیات کړي او په بغلان کې یې د ۱۳۳۰ کورنیو ژوند د مثبت بدلون لور ته بوتی دی.

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې راپور ښيي چې په افغانستان کې یوازې ۳۵٪ کورنۍ په منظم ډول برښنا ته لاسرسی لري.

د دې ستونزې د حل لپاره، یو این ډي پي له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټول هېواد کې له ۶۰۰۰ څخه زیاتو عامه تاسیساتو کې د لمریزې برښنا سیسټمونه لګولي، چې په‌کې تر ۵۴۲۰ ډېر روښتیايي مرکزونه، ۸۰۰ ښوونځي او ۸۵۰ سوداګریز مرکزونه شامل دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دې کار د کال د ۱۲ میلیونه لیټره ډیزلو د مصرف مخه نیولې او تر ۲ میلیونو زیاتو افغان ښځو ته یې پاکه انرژي برابره کړې ده.

همداراز د پکتیکا په ارګون روغتون کې د ۱۰۰ کیلوواټه لمریزې برښنا سیسټم لګول شوی، چې اوس پکې د نسايي ولادي او بېړنیو خونو څراغونه ۲۴ ساعته روښانه وي.

یو این ډي پي وایي چې د دغه شان لمریزو پروژو څخه په ټول هېواد کې نږدې ۶۰۱,۰۰۰ کسان ګټه پورته کوي.

افغانستان له لسیزو جګړو له امله د زیربناوو له جدي کمښت سره مخ پاتې شوی، چې د اقلیمي ناورینونو اغېزې یې لا سختې کړې وې.

خو د نړیوالو مرستندویه بنسټونو لکه یو این ډي پي په همغږۍ د شنې او پاکې انرژۍ د پروژو پلي کول ښيي چې په کور دننه د اوبو، برښنا او کرنې سم مدیریت کولی شي د فقر کچه راکمه کړي او د هېواد د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.