افغانستان

اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره مرسته زیاته کړه

انځور له ارشیف څخه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله د اغېزمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره د ۵۰ زره یورو په ارزښت د نوې اضافي مالي مرستې اعلان وکړ.

د اروپایي ټولنې د بشري مرستو او ملکي خوندیتوب ادارې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي د دغې نوې مالي مرستې په زیاتېدو سره، په افغانستان کې د سېلابونو د لومړني غبرګون په برخه کې د اروپایي ټولنې د ټولو مرستو کچه ۲۲۵ زره یورو ته ورسېده.

دا نغدي مرستې د سرې میاشتې او سرې میاشتې ټولنو د نړیوال فدراسیون (IFRC_DREF) په واک کې ورکول کېږي ترڅو د بیړني غبرګون او مرستو رسولو چارې پرې تنظیم کړي.

دا مالي سرچینې به په مستقیم ډول د هغو افغان کورنیو د لاسنیوي لپاره وکارول شي چې د ناڅاپي او سختو سېلابونو له امله یې خپل هر څه له لاسه ورکړي دي.

د دې فنډ له لارې به اغېزمنو خلکو ته بېلابېل روغتیايي خدمات، نغدي مرستې، پاکې اوبه او د اوسېدو لپاره خوندي سرپناوې برابرې شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د دغې ټولنې د بشري مرستو د څانګې (EU ECHO) په مالي ملاتړ په بدخشان ولایت کې ۳۷ زره کسانو ته د روغتیايي پوهاوي اونیز کمپاین پلي کړی و.

نړیوال بنسټونه وايي چې وروستیو سېلابونو په افغانستان کې عامې ټولنې سختې ځپلې دي او د دغه هېواد لا دمخه خراب بشري وضعیت یې نور هم پسې خراب کړی دی.

دا بحران په‌دې لړ کې داسې مهال رامنځته کېږي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په هېواد کې د بودیجې د سخت کمښت او د اکمالاتي لارو د بندېدو له امله د جدي خوارځواکۍ خبرداری ورکړی دی.

مرستندویه ادارې ټینګار کوي چې د سېلابونو او اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شویو زیانونو د جبرانولو لپاره د نړیوالې ټولنې پر وخت مالي ملاتړ د انسانانو د ژوند ژغورلو لپاره خورا اړین دی.

دا په داسې حال کې چې د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې اداره وايي چې د وري له ۶مې نېټې راهیسې تر اوسه پورې د سېلابونو او سختو بارانونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۵۰ تنو اوښتی دی. او زرګونو کورنۍ یې اغیزمنې کړي دي.