لویدیځه اسیا

ډونیڅک کې پر بس د ډرون برید ۷ تنه وژلي او ۱۱ یې ټپیان کړي دي

انځور- ارشیف څخه

د اوکراین په ختیځ کې د ډونیڅک په سیمه کې د روسیې تر کنټرول لاندې ساحه کې د ډرون یوې حملې ۷ کسان وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

په دغه سیمه کې د کرملین لخوا ګمارل شوي مشر ډینیس پ په ټیلیګرام پاڼه لیکلي چې دا ډرون برید پر یوه مسافر وړونکي بس موټر شوی دی.

د چارواکو په وینا، دغه مسافر وړونکی بس د مسکو او د روسیې لخوا د اشغال شوي کریمیا د سیمې (سمفروپول) ترمنځ په سفر بوخت و چې په نښه شو.

د روسیې دولتي تحقیقاتي کمېټې د دې پېښې په اړه تروریستي کټګورۍ لاندې جنايي دوسیه پرانیستې او څېړنې یې پیل کړې دي.

دا پېښه په‌داسې حال کې کېږي چې روسیې تېره ورځ پر کییف باندې هم پراخ توغندیز او د ډرون بریدونه کړي وو.

روسیې ویلي و چې پر کییف بریدونه یې په لوهانسک کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمې پر یوې لیلیې د شوي برید په غبرګون کې کړي دي.

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي خبرداری ورکړی چې د روسیې لخوا یو بل احتمالي برید هم نږدې دی.