د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاګون) خبریالان خپل مطبوعاتي دفتر ته له ننوتلو منع کړي دي، چې دا سپینې ماڼۍ ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیا راستنېدو راهیسې د رسنیو د لاسرسي د محدودولو په لړ کې د دغه وزارت وروستی ګام ګڼل کېږي.
د پنټاګون د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند، جویل والډیز د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه اداره د مطبوعاتو دفتر د «حساسو او محرمو معلوماتو د مرکز» (SCIF) په توګه کاروي، ځکه هلته هغه ویناوال (بیان لیکونکي) کار کوي چې د حکومت پټو او ډلبندي شویو معلوماتو ته لاسرسی لري.
والډیز الجزیرې شبکې ته په یوې غبرګونې بیانیه کې ویلي: «دا بیان لیکونکي په دوامداره توګه محرم مواد څېړي او د (SIPRNet) په نوم د پنټاګون د پټې او خوندي کمپیوټري شبکې کارولو ته اړتیا لري، له همدې امله خبریالانو ته نور پدې کاري ساحه کې د ننوتلو اجازه نشته».
هغه زیاته کړه چې د عامه اړیکو د مرستیال او د مطبوعاتي ویاند دفترونو ته لاسرسی یوازې له مخکنۍ تایید شوې لیدنې (اپاینټمنټ) لارې ممکن دی. د دغه بدلون راپور لومړی ځل د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړی و.
دا پرېکړه د امریکایي رسنیو د محدودولو د هغو هڅو په دوام کې ده چې له مخې یې تېره مارچ میاشت کې پنټاګون په خپل مرکز کې د رسنیو د دایمي دفترونو لرل هم لغوه کړل او پرېکړه یې وکړه چې خبریالان باید په ودانۍ کې دننه رسمي ملتیا کوونکی (ایسکورټ) ولري؛ هغه پرېکړه چې د نیویارک ټایمز لخوا په محکمه کې ننګول شوې ده.
د امریکا د خبریالانو تر ټولو لوی مسلکي بنسټ «نیشنل پریس کلب» دغه نوي بندیزونه د رسنیو د څارنې د کمولو لپاره د ټرمپ د ادارې یو «د اندېښنې وړ ګام» بللی او د «فریډم اف دي پریس» بنسټ هم پرې سختې نیوکې کړې دي.
