د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د شنبې په ورځ د اسیا له هېوادونو او خپلو متحدینو څخه په کلکه وغوښتل چې د چین د مخکې تلونکي نظامي ځواک د مهارولو او په سیمه کې د دغه هېواد د واکمنۍ د مخنیوي لپاره خپله دفاعي بودیجه په بېساري ډول زیاته کړي.
نوموړي په سیمه کې د چین د چټک نظامي حضور او فعالیتونو پراخېدو ته په اشارې سره وویل چې دا وضعیت د “بشپړې اندېښنې” وړ دی.
هیګسیټ چې د سنګاپور هېواد کې د اسیایي او نړیوالو دفاعي مشرانو او ډیپلوماټانو تر ټولو لویې کلنۍ غونډې «شنګریلا ډیالوګ» (Shangri-La Dialogue) ته وینا کې، وویل چې د تېريو د مخنیوي او د ځواک د توازن ساتلو لپاره د یو داسې شبکې رامنځته کول اړین دي چې متحدین یې په خپلو پښو ولاړ وي.
هغه زیاته کړه: «هیڅ هېواد، د چین په ګډون، نشي کولای خپله واکمني پر نورو وتپي او زموږ او زموږ د متحدینو امنیت او سوکالي تر پوښتنې لاندې راولي.»
د پنټاګون مشر روښانه کړه چې امریکا پخپله په خپل نظامي سکټور کې د ۱.۵ ټریلیونه ډالرو د پانګونې ژمنه کړې او له خپلو اسیایي متحدینو څخه هم تمه لري چې خپله دفاعي بودیجه د خپل ناخالص داخلي تولید (GDP) ۳.۵ سلنې ته لوړه کړي.
له بلې خوا، هیګسیټ د واشنگټن او بیجینګ ترمنځ د اړیکو په تړاو د نرمښت ژبه وکاروله او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د کرښو پرانیستي ساتلو د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کړې ده.
د چین د پلاوي غړي او د دغه هېواد د اردو متقاعد ډګروال “ژو بو” هم د امریکا او چین اړیکې پېچلې وبللې خو تایید یې کړه چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ سره د ټرمپ د وروستۍ لیدنې له امله، سږکال د پنټاګون د مشر لحن او ژبه خورا مثبته او نرمه وه.
د پنټاګون مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه پخوانۍ غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه چې وایي متحدین باید د خپل امنیت لګښت پخپله پر غاړه واخلي.
هغه وویل: «د شتمنو هېوادونو د دفاع لپاره د امریکا د سبسایډي ورکولو دوره نوره پای ته رسېدلې ده.
موږ همکاران غواړو، نه داسې هېوادونه چې یوازې ساتنه یې وکړو. دلته د وړیا ګټې اخیستنې (مفت خورۍ) وخت تېر دی.» نوموړي د سویلي کوریا، فیلیپین، اسټرالیا او جاپان د دفاعي ګامونو ستاینه وکړه.
همداراز د تایوان هېواد ته د ۱۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې د احتمالي ځنډېدو په اړه، هیګسیټ وویل چې د امریکا د وسلو زېرمې پوره دي او پهدې اړه وروستۍ پرېکړه یوازې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لاس کې ده، ځکه ټرمپ پدې وروستیو کې د چین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته ویلي وو چې تر اوسه یې د دې کڅوړې د تایید وروستی پرېکړه نده کړې.
د منځني ختیځ د جګړې په تړاو، هیګسیټ یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې که ډیپلوماسي ناکامه شي، امریکايي ځواکونه پر ایران باندې د بریدونو بیا پیلولو ته پوره چمتو دي او دا جګړه به د اسیا-پاسفیک سیمې لپاره د امریکا له لومړیتوبونو څخه د دوی پام بل لور ته ونه ګرځوي.
