د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا په کیوبا کې د امریکا د احتمالي نظامي مداخلې خبره راپورته کړه؛ دا نوی ګواښ وروسته له هغې لا جدي کېږي چې واشنګټن د دغه ټاپو د پخواني مشر «راول کاسټرو» پر وړاندې جنایي تورونه اعلان کړل.
ټرمپ وویل چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو د لسیزو لپاره په کیوبا کې د مداخلې فکر کړی و، خو زیاته یې کړه: «داسې ښکاري چې دا کار به زه وکړم.»
ټرمپ په اوول دفتر (سپینه ماڼۍ) کې د چاپیریال ساتنې په یوې غونډه کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: «نورو ولسمشرانو ۵۰ یا ۶۰ کاله دې ته وکتل چې یو کار وکړي، او داسې ښکاري چې زه به هغه څوک یم چې دا کار کوي. نو، زه به پهدې کار خوښ شم.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په جلا توګه خبریالانو ته وویل چې کیوبا د امریکایانو له دښمنانو سره د اړیکو له امله د کلونو لپاره د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ و او ټرمپ غواړي دا ستونزه هواره کړي.
روبیو، چې د کیوبایي کډوالو زوی دی او له پخوا راهیسې د کیوبا د سوسیالېسټ مشرتابه پر وړاندې سخت دریځ لري، وویل چې د ټرمپ اداره غواړي له کیوبا سره اختلافات په سوله ییزه توګه حل کړي، خو شک لري چې د کیوبا له اوسني حکومت سره دې ډیپلوماټیک حل لاره وموندل شي.
روبیو سويډن ته د ناټو په غونډه کې د ګډون او له هغه ځایه هند ته تر تګ وړاندې په میامي کې وویل: «د ټرمپ غوښتنه تل یوه سوله ییزه او د خبرو اترو هوکړه ده. دا تل زموږ لومړیتوب دی او د کیوبا په تړاو هم زموږ لومړیتوب همدا پاتې کېږي.»
هغه زیاته کړه: «خو زه له تاسو سره رښتونی یم، د هغه چا په پام کې نیولو سره چې موږ اوس ورسره مخ یو، د دې کار (سوله ییز حل) احتمال لوړ ندی.»
