افغانستان

لغمان کې ترافیکي پېښې د ۱۸ راستنو شویو کډوالو ژوند واخیست

انځور لغمان کې د ترافیکې پيښې

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې درنې او زړه بوږنوونکې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ نور سخت ټپیان شوي دي.

سیمه اییز طالب چارواکي وایي چې دا پېښه د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره، د سرخکانو چوک ته نږدې رامنځته شوې ده.

د لغمان ولایت د ترافیکو او امنیتي مسوولینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د مسافرو او د کور د توکو بار یو لارۍ ډوله (باربري) موټر له سړک څخه واوښت او چپه شو.

عئیني شاهدان او محلي سرچینې تاییدوي چې د دې پېښې ټول قربانیان هغه افغان کډوال وو چې په وروستیو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي وو او غوښتل یې چې د کونړ ولایت ته لاړ شي.

د پېښې له سیمې څخه رارسېدلي راپورونه ښيي چې په مړو شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ژغورندویه ډلو او سیمه ییزو خلکو د پېښې قربانیان سمدستي د لغمان ولایتي روغتون او د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي دي.

د روغتون ډاکټرانو د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او وایي ښايي د مړو شویو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

ترافیکي چارواکو د دغې خونړۍ پېښې اصلي لامل د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي او زیات سرعت بللی دی.