د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) په خپل نوي راپور کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې د خوراکي توکو په بیو کې نسبتي کموالی راغلی، خو د کورنیو د پېرلو (اخستلو) توان لا هم په کښته کچه پاتې دی.
د دغه بنسټ په وینا، په هېواد کې د کار زمینه خورا محدوده ده او د ډېرو خوراکي توکو بیې د تېر کال په پرتله لا هم لوړې دي.
د دغه راپور پر بنسټ، د مې میاشتې په درېیمه اونۍ کې د ډېرو بنسټیزو خوراکي توکو په بیو کې کموالی راغلی دی.
د غنمو بیه ۱.۷ سلنه راکښته شوې او د لومړۍ درجه وريژو، د خوړو د تېلو، بورې او ډوډۍ بیې هم ټیټې شوې دي.
ورته مهال د ځینو سبزیجاتو په بیو کې د پام وړ کموالی لیدل شوی؛ په داسې توګه چې د رومي بانجانو بیه ۱۲.۷ سلنه او د کچالو بیه ۵.۹ سلنه راکښته شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د دغه کموالي اصلي لامل بازارونو ته د فصل د نویو محصولاتو وړاندې کول بللي دي.
خو سره له دې هم، یاد بنسټ وایي چې ډېری خوراکي توکي لا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ګران دي.
د راپور له مخې، د لومړۍ درجه وریژو بیه ۳۸ سلنه، د دویمه درجه وریجو ۲۸ سلنه، د بورې ۲۷ سلنه او د غنمو بیه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه لوړه شوې ده. همداراز د خوړو د تېلو بیه هم د تېر کال په پرتله ۵ لوړه زیاته ده.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د افغانیو ارزښت په دغې موده کې نسبتاً ثابت پاتې شوی او د تبادلې نرخ د یو امریکايي ډالر په وړاندې شاوخوا ۶۳.۸ افغانۍ و. د دغه بنسټ په وینا، دا نرخ د تېر کال او د تېرو دریو کلونو د اوسط په پرتله په ښه حالت کې دی.
په راپور کې راغلي چې کار ته لاسرسی لږ څه ښه شوی او په اوسط ډول هر ورځمزد کارګر په اونۍ کې دوه ورځې کار پیدا کولای شي، خو دا شمېره لا هم د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه کمه ده.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د کاري فرصتونو د محدودیت او د کار موندلو لپاره د سیالۍ د زیاتوالي له امله، د هغو کورنیو د پېرلو توان لا هم تر فشار لاندې دی چې پر ورځمزدۍ تکیه لري.
د دغه راپور له مخې، یو کارګر د خپلې یوې ورځې د کار په مزد سره کولای شي په اوسط ډول ۱۰.۶ کیلوګرامه ارزانه وړه واخلي؛ دا شمېره که څه هم د تېرې اونۍ په پرتله لږه زیاته شوې، خو لا هم د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه کمه ده.
دغه بنسټ د کرنیزو تولیداتو د لګښتونو د زیاتوالي خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې د یوریا سرې بیه د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه او د ډای امونیم فاسفیت (تورې سرې) بیه شاوخوا ۱۱ سلنه لوړه شوې ده. د ډیزلو بیه هم د تېرې اونۍ له نسبي ثبات سره سره، لا هم د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاته ده.
د خوړو نړیوال پروګرام دا راپور په داسې حال کې خپروي چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، د نړیوالو مرستو له کموالي او د بشري اړتیاوو له زیاتوالي سره لاس او ګرېوان دی.
مرستندویه بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د بازارونو او اسعارو د نسبي ثبات سره سره، په افغانستان کې په میلیونونو خلک د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مخ دي.
