افغانستان

په میدان وردګو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۲ کسانو مړه شول

د کابل ــ کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې دوه کسان مړه او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، لومړۍ ترافیکي پېښه د سیداباد ولسوالۍ اړوند د «حیدرخیلو» په سیمه کې د یوې کرولا او سلنډ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په‌کې یو تن مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

امنیه قومانداني زیاتوي چې دویمه پېښه د همدې ولسوالۍ په «تنګي دوه لارې» سیمه کې د یوې مازدا او سراچې ډوله موټر ترمنځ د سخت ټکر له امله شوې ده.

 په دغه پېښه کې هم یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور هېوادوال ټپیان شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې کره معلومات نشته.

په هېواد کې ډېری وخت داسې پېښې د سړکونو د خرابوالي، ترافیکي نښود نشتون او د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.