کډوالي

پاکستان په یوه ورځ کې له ۴۵۰۰ زیات افغان کډوال ایستلي دي

انځور- پاکستان څخه د ستنېدونکو کډوالو، ارشیف څخه

د هېواد د کډوالو د ایستلو د لړۍ په تېزېدو سره، پاکستان په تېره یوه ورځ (جمعه، د غبرګولي لومړۍ نېټه) ۴ زره ۵۸۲ افغان کډوال په جبري او اختیاري توګه ایستلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې سره هممهاله ۴۷۸ نور افغان کډوال له ایرانه هم ایستل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، په نیمروز کې د ورېښمو پُل او د اسلام قلعې د سرحدي بندرونو له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په‌دې وروستیو کې ویلي، د روان میلادي کال د اپرېل له ۲۶مې د مې تر ۹مې پورې، ۱۱۴ زره ۳۲۱ کسان له ایران او پاکستان څخه په جبري او اختیاري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

یاد سازمان په خپل نوي دوه اونیز راپور کې زیاته کړې، په‌دې موده کې هېواد ته ۱۴ زره ۷۷۸ کورنۍ داخلې شوې دي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

ورته مهال، د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې د روان کال د مې تر ۹مې پورې، په ټولیزه توګه ۳ میلیونه ۵۰۱ زره ۱۹۳ کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې په‌کې ۴۸۷ زره ۱۲۹ کورنۍ شاملې وې.