د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، هر بهرنی وګړی چې په موقتي توګه په امریکا کې شتون لري، که غواړي «ګرین کارډ» ترلاسه کړي، باید د غوښتنلیک د سپارلو لپاره خپل اصلي هېواد ته ستون شي.
دغه وزارت پر ایکس شبکې لیکنه کې ټینګار کړی: «دا تګلاره زموږ د کډوالۍ سېسټم ته اجازه ورکوي چې د قانوني خلاوو او پلمو د رامنځته کولو پر ځای، د قانون له مخې عمل وکړي.»
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د هغې لارې د تړلو هڅه کوي چې دوی یې یوه «دریڅه او پلمه» بولي؛ هغه لاره چې کډوالو ته اجازه ورکوي په امریکا کې پاتې شي ترڅو د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو انتظار وکړي.
ډیلي کالر (Daily Caller) د داسې یو سند پر بنسټ چې لیدلی یې دی، ویلي چې د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د جمعې په ورځ نوي لارښوونې اعلان کړې.
پهدې لارښوونو کې د کډوالۍ مامورینو ته امر شوی چې د کډوالۍ او تابعیت قانون د «۲۴۵-ای» مادې له مخې، له موقتي غیرکډوالۍ حالت څخه دایمي کډوالۍ حالت ته د وضعیت بدلول، داسې یوه پروسه وګڼي چې معمولاً باید له امریکا څخه بهر ترسره شي.
د دغه لارښود له مخې، هغه کسان چې د قانوني دایمي استوګنې په لټه کې دي، عموماً اړ دي چې خپل هېواد ته ستانه شي، د ارزونې پړاوونه بشپړ کړي او امریکا ته د کډوال په توګه له بیا ننوتلو وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې د کډوالۍ ویزه ترلاسه کړي.
د امریکا د کډوالۍ او تابعیت ادارې رییس جوزف اډلو په یوې بیانیه کې ټینګار کړی چې د ټرمپ اداره د موقتي ننوتلو او دایمي استوګنې ترمنځ توپیر پیاوړی کوي.
د هغه په بیانیه کې راغلي: «د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې، د امریکا د کډوالۍ او تابعیت اداره د قانون اصلي هدف ته بېرته ګرځي او د موقتي ننوتلو او دایمي استوګنې ترمنځ مناسب توپیر پیاوړی کوي. »
په بیانیه کې وړاندې زیاته شوې: «هغه بهرنیان چې په موقتي توګه متحده ایالاتو ته راځي او وروسته د دایمي استوګنې په لټه کې وي، باید د کډوال په توګه له منل کېدو وړاندې، په خپلو هېوادونو کې د مناسبو لارو له لارې د کډوالۍ ویزه تعقیب کړي.»
پهدې سند کې دا هم راغلي چې اشخاصو ته باید یوازې په “استثنایي شرایطو” کې په امریکا کې د پاتې کېدو او د هېواد دننه د وضعیت د بدلولو پروسې د بشپړولو اجازه ورکړل شي؛ او دا ارزونه باید د امریکا د کډوالۍ ادارې د مامورینو لخوا ترسره شي، نه له هېواده بهر د ویزې د سټنډرډ پروسې له لارې.
دا اداره د کډوالۍ مامورینو ته لارښوونه کوي چې د دې معلومولو لپاره چې ایا څوک د دې ډول اداري معافیت وړتیا لري که نه، ټول اړوند فکتورونه په جلا توګه (قضیه په قضیه) وڅېړي.
د امریکا د کډوالۍ او تابعیت قانون د «۲۴۵-ای» مادې له مخې، د هغه کس وضعیت چې امریکا ته داخل شوی او منل شوی یا په مشروطه توګه منل شوی وي، د لوی څارنوال په خوښه د دایمي قانوني استوګنې حالت ته بدلېدلی شي، په دې شرط چې دغه کس د وضعیت د بدلولو غوښتنه وکړي، «د کډوالۍ ویزې د ترلاسه کولو وړتیا» ولري، د دایمي استوګنې لپاره د منلو وړ وي او «د غوښتنلیک د ثبتولو پر مهال د کډوالۍ ویزه سمدستي شتون ولري».
