په کندهار ولایت کې د سختو توپانونو او تالندې (اسماني برېښنا) د لګېدو له امله د یوې اته کلنې نجلۍ په ګډون درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د تالندې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا پېښه تېره ورځ چهارشنبه د غويي په ۳۰مه د میوند ولسوالۍ په نږدې سیمو کې رامنځته شوې ده؛ خو د قربانیانو د هویت په اړه یې نور جزییات ندي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې د هېواد ډېری ولایتونه په ځانګړي ډول د کندهار، اروزګان او هلمند په ګډون سویلي ولایتونه د سختو توپانونو، درنو بارانونو او تندرونو شاهدان دي چې د دغو ولایتونو د اوسېدونکو او د کندهار د څو ولسوالیو لپاره یې ګڼې ستونزې راپیدا کړې دي.
تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې تېره ورځ د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سخت باد له امله، پر یوې اته کلنې نجلۍ باندې د لمریزې برېښنا سولر تخته راغورځېدلی چې له امله یې دغه نجلۍ مړه شوې ده.
د سرچینو په وینا، دغو توپانونو او سختو بارانونو تر ټولو زیات مالي زیانونه په اروزګان او هلمند ولایتونو کې اړولي دي.
له بلې خوا سرچینو زیاته کړې چې دغو توپانونو او بارانونو په هلمند کې د کجکي بند د برېښنا د پرچاوۍ (بندښت) لامل هم شوي دي.
