افغانستان

طالبانو بلخ کې د «لاجورد» استوګنیز کمپلیکس کار پیل کړ

د طالبانو ادارې په بلخ ولایت کې د «لاجورد» په نوم د یوه لوی استوکنیز او سوداګریز ښارګوټي (مجتمع) د رغنیزو چارو د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بیانیې له مخې، پر دغه کمپلیکس باندې د هېواد د خصوصي سکتور لخوا ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کېږي.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مزارشریف ښار کې د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا ښارګوټی به شاوخوا ۱۴۴۸ اپارتمانونه ولري او په مستقیم ډول به شاوخوا ۷۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د هغه په وینا، دغه مجتمع د ۲۱ جریبه ځمکې په ساحه کې جوړېږي، چې د سوداګریزو او روغتیايي برخو سربېره به د ښوونځي، شنه چاپیریال، جومات، تفریحي او سپورتي اسانتیاوو درلودونکې وي.

ملا برادر په‌دې مراسمو کې زیاته کړه، چې د دوی اداره «اقتصادي خپلواکۍ، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جذب او د زیربنايي پروژو پلي کولو» ته ځانګړې پاملرنه کوي او د «لاجورد» مجتمع یې د همدغو هڅو یوه ښکاره بېلګه وبلله.

هغه دغه راز وویل چې د قوش‌تپې کانال، صنعتي فابریکو، د لویو لارو جوړولو او د برېښنا تولید په څېر د لویو پروژو ترڅنګ، د ښاري ماسټر پلانونو د نهايي کولو او پلي کولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اقتصادي بنسټونو او یو شمېر کارپوهانو په وار وار ویلي، چې د نړیوالو محدودیتونو دوام، د نورمال بانکي نظام نشتوالی او د بهرنیو مرستو کمښت لا هم په افغانستان کې د اقتصادي ودې او پانګونې د جذب پر وړاندې ستر خنډونه ګڼل کېږي.

هممهاله، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د ساختماني او زیربنايي پروژو چارې پیل شوي؛ خو نیوکه کونکي وایي چې په هېواد کې د بېکارۍ او بې وزلۍ کچه لا هم خورا لوړه ده او ولس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

ملګرو ملتونو هم پخوانیو راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو څخه زیات وګړي بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.