کډوالي

د ټرمپ اداره د کډوالو د منلوکچه لوړوي؛ خو افغانان پکې شامل نه دي

انځور له ارشیف څخه

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ یا «افغان ایوک» په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره اراده لري چې په امریکا کې د کډوالو د منلو کلنۍ کچه لوړه کړي.

د دغه بنسټ په وینا، د واشنګټن د نوې پرېکړې له مخې به د منل کېدونکو کډوالو شمېر له ۷ زره و ۵ سوو څخه ۱۷ زره و ۵ سوو تنو ته لوړ شي.

خو «افغان ایوک» روښانه کړې چې د کډوالو د منلو په کچه کې دا زیاتوالی یوازې د سویلي افریقا د سپین پوستانو لپاره ځانګړی شوی او د افغانستان وګړي پکې هیڅ برخه نلري.

دغه بنسټ زیاته کړې چې د دغې کچې لوړول د کانګرس سره مشورې او قانوني مراحلو ته اړتیا لري.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بېرته راستنېدو وروسته، د ګڼو اجراییوي فرمانونو له لارې امریکا ته د افغان ژباړونکو او د هغوی د متحدینو د ننوتلو ټولې لارې تړلي دي.

د ټرمپ په وروستي فرمان کې د افغانستان د پاسپورټ لرونکو پر سفر او هغوی ته د ویزو پر ورکړې په بشپړ ډول بندیز لګول شوی، چې په امریکا کې دننه یې د سناتورانو او د بشري حقونو د ډلو سخت غبرګونونه پارولي دي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته په یو راپور کې ویلي چې د افغانانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) پروګرام له قانوني پلوه لا هم فعال دی، خو د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه هیڅ کوم افغان ته دا ویزه نه ده صادره شوې.