لویدیځه اسیا

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: بیاځلي جګړه به د امریکا لپاره ډېر «هېښونکي غبرګونونه» ولري

انځور- د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو پوځي ګواښونو په غبرګون کې ویلي، که امریکا بیا پر ایران برید وکړي او جګړه پیل شي، نو دا ځل به د ایران لخوا له ډېرو «هېښونکو غبرګونونو او حیرانتیاوو» سره مخ شي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د امریکا کانګرس پخپله تایید کړې چې پر ایران له بریدونو وروسته یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت لسګونه الوتکې له لاسه ورکړې دي.

عراقچي ادعا وکړه چې د ایران وسله وال پوځ په نړۍ کې لومړنی ځواک دی چې د امریکا تر ټولو پرمختللې سټیلټ جنګي الوتکه «ایف-۳۵»(F-35) یې په نښه کړې او راغورځولې ده.

هغه زیاته کړه: «له هغو درسونو او پوهې سره چې موږ په دغه موده کې ترلاسه کړې، جګړې ته بېرته ستنېدل به د لا زیاتو حیرانتیاوو او زیانونو ملګرې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کانګرس په یو نوي راپور کې تایید شوې چې د «ایپیک فیوري» عملیاتو پر مهال د واشنګټن لږ تر لږه ۴۲ الوتکو او بې پیلوټه ډرونونو ته جدي زیان اوښتی دی.

دا توند غبرګون وروسته له هغې راځي چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې د عربي هېوادونو د مشرانو په غوښتنه یې پر ایران نوي بریدونه د دریو ورځو لپاره ځنډولي دي.

ټرمپ خبرداری ورکړی و چې که ایران په دغو دوو یا دریو ورځو کې هوکړې ته ونه رسیږي، نو د راتلونکې جمعې یا شنبې په ورځ به پر دغه هېواد خورا درانده بریدونه پیل کړي.