روغتیا

د هیواد په ختیځ زون کې ماشومانو ته د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

یو ماشوم ته د پولیو ضد واکسین ورکولو انځور ارشیف څخه

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو په دغه ولایت او ټول ختیځ زون کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین څلور ورځنی کمپاین په رسمي توګه پرانیست.

په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دغه کمپاین چې د دوشنبې له ورځې (د غوايي ۲۸مې) څخه په عملي توګه پیل شو، موخه یې د ختیځ زون په کچه د څه باندې ۱.۴ میلیونه داسې ماشومانو واکسین کول دي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، امین الله شریف د دغه کمپاین د پرانیستلو پرمهال وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې د واکسین د تطبیق ساحه خورا پراخه شوې او د همدې ښه والي له امله په ټوله سیمه کې د پولیو هېڅ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

چارواکو له ټولو کورنیو او میندو غوښتنه کړې چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي او په دغې ناروغۍ د نه اخته کېدو په خاطر د واکسین له ټیمونو سره پوره همکاري وکړي.

بلخوا د کتلوي معافیت مسوول، ډاکټر حکم خان ګلابزي د جزییاتو په ورکولو سره وویل، چې په دغه څلور ورځني کمپاین کې به په ځانګړي ډول په ننګرهار کې ۹۱۴ زره او په ټول ختیځ زون (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) کې شاوخوا ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.

هغه زیاته کړه چې د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره په سیمه کې ۳ زره او ۵۰ ګډ ټیمونه توظیف شوي دي. په دغه پرانیستغونډه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازو هم حضور درلود او د دغه کمپاین ملاتړ یې وکړ.