د موقتې نکاح د لوستلو په تور د شیعه دیني عالمانو نیول او د هغوی سپکاوۍ له پراخو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوې ده.
منتقدین دا اقدام د شیعهګانو پر وړاندې «مذهبي تبعیض» بولي، خو ځینې شیعه سیاستوال چې د طالبانو له واکمنۍ ملاتړ کوي، په دې اړه چوپ پاتې شوي دي.
تر دې وړاندې، شیعه دیني عالم حسینداد شریفي ویلي وو چې طالبانو نوموړی او لسګونه نور دیني عالمان نیولي، سپک کړي او په زندان یې ګواښلي دي.
