د کونړ ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۱۵ شبکو د جوړولو چارې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د طالبانو د ادارې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي دا پروژې د بشري مرستو صندوق (AHF) په مالي ملاتړ او د دې وزارت په همغږۍ پلې شوې دي.
په دغو شبکو کې د څښاک پاکو اوبو زیرمې، د نلونو غځول او د سولر (لمریزې برېښنا) په سیسټم سمبال پمپونه شامل دي.
وزارت زیاتوي د یادو شبکو په بشپړېدو سره په مرکز اسداباد او ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه، چې له دې وړاندې د اوبو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
ځايي چارواکي وایي چې د دې پروژو پلي کول به د ساري ناروغیو په مخنیوي او د خلکو د ژوند د کچې په ښه کولو کې مهمه مرسته وکړي.
