افغانستان

کونړ کې د اوبو رسولو ۱۵ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

انځور ، د طالبانو د وزارت څخه ، کونړکې د اوبو رسولو یوه شبکه

د کونړ ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۱۵ شبکو د جوړولو چارې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د طالبانو د ادارې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي دا پروژې د بشري مرستو صندوق (AHF) په مالي ملاتړ او د دې وزارت په همغږۍ پلې شوې دي.

په دغو شبکو کې د څښاک پاکو اوبو زیرمې، د نلونو غځول او د سولر (لمریزې برېښنا) په سیسټم سمبال پمپونه شامل دي.

وزارت زیاتوي د یادو شبکو په بشپړېدو سره په مرکز اسداباد او ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره شوه، چې له دې وړاندې د اوبو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

ځايي چارواکي وایي چې د دې پروژو پلي کول به د ساري ناروغیو په مخنیوي او د خلکو د ژوند د کچې په ښه کولو کې مهمه مرسته وکړي.