افغانستان

یوې افغان مېرمنې په لندن کې د محلي شورا څوکۍ وګټله

انځور- رابعه نسیمي

رابعه نسیمي چې په خټه افغانه ده، په بریتانیا کې د محلي شوراګانو په ټاکنو کې بریا خپله کړې او د لندن په لوېدیځ کې د «ایسټ اکټون» سیمې د استازې په توګه وټاکل شوه.

برېتانوي رسنیو راپور ورکړی چې مېرمن نسیمي د دغه هېواد د «کارګر ګوند» له ادرس څخه دې بریا ته رسېدلې ده.

نوموړې د خپل ګوند د درېیو ګټونکو کاندیدانو په ډله کې درېیم ځای لري او د «ایلینګ» شورا په خپاره شوي لېست کې د ټولو ګټونکو په منځ کې په دیارلسم کتار کې راغلې ده.

رابعه نسیمي په ۱۹۹۹ کال کې له خپلې کورنۍ سره یوځای له افغانستانه بریتانیا ته کډواله شوې او په ټولنپوهنه کې یې د ډاکټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي.

د هغې دا بریا په داسې حال کې ده چې په بریتانیا کې د محلي ټاکنو پایلې د واک په تله کې د لوی بدلون ښکارندويي کوي؛ دوو دودیزو ګوندونو، کارګر او محافظه کار په سلګونو څوکۍ له لاسه ورکړې، خو برعکس ښي اړخي «اصلاحاتو ګوند»، کیڼ اړخي «زرغون ګوند» او منځلارو «لیبرال ډیموکراتانو» د پام وړ څوکۍ ګټلې دي.

کارګر ګوند په وېلز کې خپله ماتې منلې، خو په سکاټلنډ کې بیا د دغه هېواد ملي ګوند د بریا دعوه کړې ده.

که څه هم د بریتانیا په ځینو برخو کې د رایو شمېرنه لا هم روانه ده، خو تر دې دمه د رابعه نسیمي بریا په کډوالو مېشتو سیمو کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.