ورزش

راشد خان یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ

د کرېکټ نړۍوالې شورا (آی سي سي) په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغان توپ اچوونکي، راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د لومړي نمبر بالر ویاړ ترلاسه کړ.

نوموړی د خپلو وروستیو بې‌ساري لوبو پر مټ وتوانېد چې په شل اوریزو (T20I) سیالیو کې د نړۍ تر ټولو پیاوړي توپ اچوونکي شاته پریږدي او د جدول په سر کې ځای ونیسي.

راشد خان په داسې حال کې د نړۍ د لومړي مقام تاج پر سر کوي، چې په تېرو څو سیالیو کې یې د نړۍ د سر په توپ وهونکو (بیټرانو) د منډو لارې تړلې وې.

د کرېکټ مبصرین وایي چې راشد خان نه یوازې په توپ اچونه کې، بلکې په الراونډرانو کې هم په نړۍواله کچه په لومړیو دریو غوره لوبغاړو کې ځای لري، چې دا د افغان کرېکټ په تاریخ کې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

ورته مهال په دغه نوې درجه بندۍ کې د افغانستان نورو لوبغاړو هم د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د افغانستان ځوان الراونډر عظمت‌الله عمرزی هم په خپلو وروستیو ځلنده لوبو سره په درجه بندۍ کې څو قدمه مخکې تللی او د نړۍ په کچه د پام وړ ځای ته رسېدلی دی.

د راشد خان دغه نوې بریا په کور دننه او بهر د افغانانو ترمنځ په خواله رسنیو کې په پراخه کچه ستایل شوې او دا یې د راتلونکي نړۍوال جام لپاره د افغان لوبډلې د لوړ مورال نښه بللې ده.