د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د بدرګه کولو عملیات په موقتي ډول ځنډوي.
ټرمپ دغه پرېکړه له ایران سره د یوې هراړخیزې هوکړې په لور «ستر پرمختګ» وباله.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې څو ساعته وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د «فریډم پروژې» (Project Freedom) د جزئیاتو په اړه خبرې کړې وې، چې موخه یې په خلیج کې د بند پاتې ټانکرونو خوندي ایستل وو.
ټرمپ په خپله یوه ټولنیزه پاڼه کې لیکلي: «موږ متقابل هوکړې ته رسېدلي یو چې د ایران پر بندرونو کلابندي به پر خپل ځای وي، خو د فریډم پروژه به د یوې لنډې مودې لپاره وځنډول شي ترڅو وګورو چې هوکړه لیک وروستی او لاسلیک کېږي که نه.»
د دغه اعلان سمدستي وروسته په نړیوالو بازارونو کې د اومو تیلو بیه ۲.۳۰ ډالره راټیټه شوه او له ۱۰۰ ډالرو څخه راکمه شوه، چې دا په تېرو دوو میاشتو کې د جګړې له امله د بیو له لوړېدو وروسته یو مهم بدلون دی.
بلخوا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د فبروري په ۲۸مه له اسراییلو سره یوځای پیل شوي نظامي عملیات چې «ایپیک فیوري» (Epic Fury) نومېدل، پای ته رسېدلي او امریکا خپلو نظامي موخو ته رسېدلې ده.
هغه زیاته کړه چې په دغه کړکېچ کې ۱۰ تنه ملکي ماڼوګان هم وژل شوي او په تنګي کې د بېړیو عمله له لوږې او انزوا سره مخ وه.
ورته مهال د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست ویلي چې له ایران سره څلور اوونیز اوربند لا هم پر ځای دی او دوی به وضعیت له نږدې څاري.
د دغو ډیپلوماټیکو پرمختګونو سره سره، په سیمه کې تاوتریخوالی لا هم په بشپړ ډول نه دی ختم شوی.
متحده عربي اماراتو ادعا کړې چې یو ځل بیا یې له ایران څخه د توغندیو او ډرون بریدونو مخه نیولې، خو ایران دا تورونه رد کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د پاکستان په منځګړیتوب د سولې خبرې روانې دي او نوموړی د چهارشنبې په سهار بیجینګ ته ورسېد ترڅو له چینایي چارواکو سره هم پر روان وضعیت خبرې وکړي.
