د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له طالبانو سره د هېڅ ډول لنډمهاله اوربند تړون نه دی شوی.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون د دې وزارت د ویاند له قوله لیکلي، چې د کوچني اختر له پای ته رسېدو سره سم، د درې ورځني اوربند موده هم پای ته ورسېده.
هممهاله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ملکي تلفاتو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په دوامداره توګه یې د طالبانو مرکزونه او د ترهګرو بنسټونه په نښه کړي دي.
خو ملګرو ملتونو تایید کړې چې یوازې، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه برید کې ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.
