افغانستان

بدخشان کې د سرو زرو کان نړېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي

انځور؛ د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په «اویز» سیمه کې د سرو زرو کان

د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو په پایله کې پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.

د طالبانو دفاع وزارت د دې پېښې په تاییدولو سره ویلي چې په قربانیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا کان د شهر بزرگ ولسوالۍ په «اویز» سیمه کې د غره د ښویدنې له امله نړېدلی او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړي وو.

طالبانو ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

همداراز یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې ګیر پاتې وو، ژغورل شوي دي.