د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لیندسي کابل ته د خپل سفر په پای کې خبرداری ورکړی چې نورو هیوادونو سره پرلارو د محدودیتونو دوام او د مرستو رسولو په بهیر کې خنډونه کولای شي تر یو میلیون ډېرې ښځې او ماشومان له حیاتي خوراکي او روغتیایي مرستو بېبرخې کړي.
لیندسي چې د روانې اونۍ په سه شنبه کابل ته راغلی و، په یوه بیانیه کې ویلي چې په دې سفر کې یې د طالبانو د ریاست الوزراء له دفتر، اقتصادي معاونیت، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له جګپوړو چارواکو سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړي دي.
هغه همدارنګه زیاته کړې چې د مدني ټولنې له استازو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو سره یې هم لیدنې کړي دي.
د خپرې شوې بیانیې له مخې، د خبرو اترو اصلي محور د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې، بشري مرستو ته د لاسرسي څرنګوالی او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت و.
لیندسي په خپلو لیدنو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر کمولو او د خبرو اترو پر بیا پیل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغو اختلافاتو لپاره هیڅ ډول نظامي حللاره پایښت نلري.
نوموړي همداراز د بشري مرستو د لېږد په موخه د د واړو هیوادونو ترمنځ د لارو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.
هغه په دوام کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې پر لګول شویو محدودیتونو د بریتانیا د حکومت اندېښنې شریکې کړې او ویلي یې دي تر هغه چې د هېواد نیمایي نفوس له زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون څخه بېبرخې وي، ثبات او سوکالۍ ته رسېدل ناشوني دي.
په بیانیه کې راغلي چې بریتانیا د نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل لپاره د یوه ټولشموله حکومت جوړېدل او د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ یو بنسټیز شرط بولي.
د بریتانیا ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او د بشري حقونو، ټولشموله حکومتولۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د مشخصو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.
ریچارډ لیندسي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې ویلي چې دا سفر د اساسي مسایلو په اړه د طالبانو له چارواکو سره د مخامخ خبرو لپاره یو مهم فرصت و.
هغه د ملکي قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، پرته له کوم خنډ څخه بشري مرستو ته د لاسرسي پر لزوم ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې بریتانیا د افغانستان له خلکو سره ملاتړ ته ژمنه ده او د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره یې ۱۵۱ میلیونه پونډه بشري مرسته ځانګړې کړې ده.
خو هغه ټینګار وکړ چې د دې ملاتړ دوام په داسې شرایطو پورې تړلی چې ښځې وکولای شي کار وکړي، ماشومان زدهکړو ته لاسرسی ولري او مرستې په خوندي او ناپیلي ډول ووېشل شي.
