کډوالي متحده ایالتونه

امریکا؛ د کډوالو شړلو لپاره ۷۰ میلیارده ډالره نوې بودیجه تایید شوه

انځور له ارشیف څخه

د امریکا د استازو جرګې د چهارشنبې په ورځ یو درې کلن بودیجوي پلان تصویب کړ، چې کانګرس ته د فدرالي اجنټانو لخوا د کډوالو د نیولو او شړلو د فعالیتونو لپاره د اضافي ۷۰ میلیارده ډالرو د ځانګړي کولو لاره پرانیزي.

دا بودیجه د ۲۱۱ مخالفو رایو په مقابل کې په ۲۱۵ موافقو رایو تصویب شوه، چې هېڅ دیموکرات استازي ورته رایه ورنکړه.

د جرګې مشر، مایک جانسن، د رایې ورکولو بهیر تر پنځو ساعتونو زیات خلاص وساته ترڅو وکولای شي خپل ګوندي ملګري (جمهوري غوښتونکي) د دې طرحې ملاتړ ته قانع کړي.

د امریکا سنا مجلس وار دمخه دا پلان د اپریل په ۲۳مه تایید کړی و. اوس چې د استازو جرګې هم ورسره موافقه وکړه، نو دا به په دواړو مجلسونو کې د جمهوري غوښتونکو مسؤلیت وي چې د دې ۷۰ میلیارده ډالري وړاندیز جزیات بشپړ کړي او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته یې د لاسلیک لپاره واستوي.

جمهوري غوښتونکي هیله مند دي چې دا کار په می میاشت کې بشپړ کړي. دوی د یوې ځانګړې او نادره کړنلارې څخه کار اخلي چې هغوی ته اجازه ورکوي دا قانون په سنا کې د دیموکراتانو له ملاتړ پرته تصویب کړي.

تېر کال هم جمهوري غوښتونکو له ورته لارې څخه کار اخیستی و ترڅو د کډوالۍ او سرحدي ګزمې ادارو لپاره ۱۳۰ میلیارده ډالره بودیجه تصویب کړي.

دا د بودیجې هغه لوی زیاتوالی و چې ټرمپ د کډوالو د ډله‌ییزو شړلو د کمپاین لپاره غوښتی و.

جمهوري غوښتونکو تر اوسه د دیموکراتانو د هغو هڅو مخه نیولې چې غوښتل یې په ښارونو کې د کډوالۍ د ادارې (ICE) او سرحدي ګزمې عملیات محدود کړي.

دا عملیات وروسته له هغه تر سختو نیوکو لاندې راغلل چې سږ کال په مینیاپولیس کې دوه امریکايي اتباع د فدرالي اجنټانو لخوا په ډزو ووژل شول.

که چیرې جمهوري غوښتونکي تر روانې اونۍ پورې پر یوې جلا لایحې هوکړې ته ونه رسېږي، د کورني امنیت وزارت یو شمېر مهمې ادارې به له بودیجې پرته پاتې شي.

سنا مجلس د دغو ادارو (لکه د ولسمشر ساتونکي، ساحلي ساتونکي او بېړنیو پېښو اداره) د تمویل لپاره لایحه تایید کړې، خو د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو تر اوسه ورسره مخالفت کړی دی.