افغانستان

طالبانو په فاریاب کې د برېښنا رسونې د درېیو پروژو د پیل خبر ورکړ

د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي معاونیت اعلان کړی، چې په فاریاب ولایت کې یې د ۱.۲ میلیارده افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې د درېیو پروژو کار پیل کړی دی.

د طالبانو د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو پروژو کې د فاریاب له مرکزي سب‌استیشن څخه د بلچراغ او ګرزيوان ولسوالیو ته د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا د لېږد مزي غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټه سب‌استیشن جوړول او په بلچراغ او پښتون‌کوټ ولسوالیو کې د برښنا د وېش شبکې پراخول شامل دي.

د یادو پروژو د کار ظرفیت د بلچراغ لپاره ۱۸ میګاولټ-امپیره او د پښتون‌کوټ لپاره ۵ میګاولټ-امپیره ښودل شوی دی.

طالبان وايي، د دغو پروژو لګښت د دوی له ملي بودجې ورکول کېږي او کار به یې د خصوصي سکتور په همکارۍ په درېیو کلونو کې بشپړ شي.

د طالبانو د مسوولینو په خبره، د دې پروژو په بشپړېدو سره به په یادو سیمو کې د خلکو د برښنا ستونزې حل او د برښنا رسونې خدمات به ښه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا لا هم له ګاونډیو هېوادونو واردېږي.