سیاست

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی کابل ته راغلی دی

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال سره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي د لیدنې انځور

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ژیل برتران په یوه سفر کابل ته راغلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي برتران د دغه وزارت له مرستیال محمد نعیم سره لیدلي دي.

یاد وزارت ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د «سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او دوامداره همکاریو» په اړه خبرې شوې دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په دې لیدنه کې د متقابل درناوي پر بنسټ پر اړیکو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د ستونزو د حل تر ټولو غوره او اغېزمنه لاره خبرې اترې او ډیپلوماسي ده او دا د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت لومړیتوب دی.»

د دغه وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم ډیپلوماسي او خبرې اترې د ستونزو د حل لپاره معقوله لاره بللې او له افغانستان سره د همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.

اروپايي ټولنې تر اوسه کابل ته د خپل ځانګړي استازي د سفر د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د دې سفر تر مخه، ژیل برتران پاکستان ته سفر درلود او هلته یې د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره هم لیدنه کړې وه.

دا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کېدو وروسته کابل ته د هغه درېیم سفر دی.

نوموړي د تېر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې هم کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدلي وو.