فرهنګ او هنر

کرزي د پاکستان ولسمشر ته: د شمالي هند او پاکستان تمدن د اوسني افغانستان د تمدن دوام دی

حامد کرزی، د افغانستان پخوانی ولسمشر

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د کندهار په اړه د آصف علي زرداري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې د شمالي هند او اوسني پاکستان تمدن د اوسني افغانستان د تمدن دوام دی.

تر دې وړاندې د پاکستان ولسمشر ویلي وو چې کندهار، چې په تاریخي اسنادو کې د «ګندهارا تمدن» په نوم یاد شوی، د هغو تمدنونو برخه دی، چې د پاکستان ملي هویت ورسره تعریفېږي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې د «آدم خان او درخانۍ» کیسه او رباب هم د پاکستان د معنوي کلتوري میراثونو په توګه شمېرلې وو.

خو ښاغلي کرزي پر «ایکس» پاڼه لیکلي دي چې کندهار او تمدن یې د لرغوني اریانا اړوند دی، کوم چې له بامیانو څخه نیولې د سند تر حوزې پورې پراخ و.

هغه د «ملی هنداره» تاریخي کتاب ته په اشارې سره زیاته کړې چې د پاکستان د ولسمشر د ادعا برعکس، د «آدم‌خان او درخانۍ» مینه ناکه کیسه او رباب د افغانستان کلتوري میراثونه دي.

د هېواد پخواني ولسمشر ویلي دي چې رباب او زیربغلی د افغانستان له دوو دودیزو موسیقي وسایلو څخه دي، چې د «کابلي رباب» په مشهور نوم پېژندل کېږي او د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په ۲۰۲۴ میلادي کال کې دا د افغانستان د کلتوري میراث په توګه ثبت کړي دي.