افغانستان

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر برید په تور د افغان تورن کس محاکمه پیل شوه

انځور- ارشیف څخه

اسوشیتید پرس اژانس خبر ورکړی چې په ویرجینیا کې د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د مرګوني برید په تړاو د محمد شریف‌الله نومي افغان د محکمې بهیر پیل شو.

د دفاع وکیلانو په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ادعا کړې چې امریکايي چارواکو «غلط کس» نیولی او د هغه اعترافات په پاکستان کې د ځورونې او فشار په پایله کې شوي دي.

شریف‌الله تورن دی چې د کابل هوايي ډګر په هغه ځانمرګي برید کې یې د بریدګر د لارې په موندلو کې مرسته کړې وه چې نږدې ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۱۳ امریکايي سرتېري هم په کې شامل وو.

د هغه مدافع وکیل جریمي کیمنز محکمې ته ویلي چې دا یو «جعلي اعتراف» دی او زیاته کړې یې ده چې په برید کې ښايي په کابل کې د طالبانو هغو عناصرو لاس درلود چې هغه ورځ یې د هوايي ډګر امنیت په واک کې و.

د امریکا د عدلیې وزارت څارنوال جان ګبز په ځواب کې ویلي چې شریف‌الله د داعش-خراسان څانګې غړی دی او داسې اسناد شته چې هغه د امریکا ضد بریدونو ته هڅونه کړې ده.

څارنوال پر هغه په د ۲۰۲۴ کال د مسکو په کنسرت هال کې د برید په ګډون د نورو بریدونو تور هم لګولی دی.

محمد شریف‌الله د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ولسمشر ټرمپ لخوا د هغه د نیولو له اعلان وروسته امریکا ته انتقال شو.

دغه محاکمه چې تمه کېږي شاوخوا یوه اونۍ به دوام وکړي، په داسې حال کې پام ځانته اړولی چې د ۲۰۲۱ کال د وتلو پر مهال د کابل هوايي ډګر برید د امریکا په سیاست کې یو له تر ټولو جنجالي مسلو څخه دی. که یاد کس په دې تور محکوم شي، نوموړی تر عمر بند پورې د سزا له خطر سره مخ دی.