په واشنګټن او قاهره کې د راپورونو له مخې، وروسته له هغه چې امریکا د ایران یوه بار وړونکې بېړۍ ونیوله چې د بندیزونو ماتولو هڅه یې کوله، په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د پایښت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. ایران هم د دغه اقدام د غبرګون ژمنه کړې ده.
په سیمه کې د دایمي سولې لپاره هڅې هم له ګواښ سره مخ دي، ځکه ایران ویلي چې د خبرو اترو په دویم پړاو کې به ګډون ونه کړي؛ هغه خبرې چې امریکا هیله درلوده د سې شنبې په ورځ د اوربند تر پای ته رسېدو مخکې پیل شي.
امریکا د ایران پر بندرونو بندیزونه لګولي، په داسې حال کې چې ایران هم د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ پر مخ د خپل بندیز د لګولو او بیا لیرې کولو لوبې ته دوام ورکوي؛ هغه سیمه چې د نړۍ د تیلو شاوخوا یو پر پنځمه برخه اکمالات ترې کېږي.
د امریکا پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې د بندر عباس په لور د ایران د بیرغ لرونکې بېړۍ پر لور یې ډزې کړي دي.
ولسمشر ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «موږ د هغوی بېړۍ په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده او ګورو چې دننه پکې څه دي!»
د ایران پوځ ویلي چې دغه بېړۍ له چین څخه روانه وه. د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د ایران د پوځ یوه ویاند وویل: «موږ خبرداری ورکوو چې د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه به ډېر ژر د امریکا د پوځ د دغې وسلهوالې سمندري غلا غچ واخلي.»
د تېلو بیې لوړې شوې او د ونډو بازارونه هم په ټکان کې دي، ځکه سوداګر اندېښمن دي چې د خلیج له لارې به تګ راتګ محدود پاتې شي.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تهران د روانو بندیزونو، ګواښوونکو څرګندونو او د واشنګټن د متضادو دریځونو او «ډېرو غوښتنو» له امله د سولې خبرو له نوي پړاو څخه ډډه کړې ده.
د ایران لومړي مرستیال محمد رضا عارف په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «یو څوک نه شي کولی د ایران د تېلو صادرات بند کړي او په ورته وخت کې د نورو لپاره د ازاد امنیت تمه ولري. انتخاب روښانه دی: یا د ټولو لپاره د تېلو ازاد بازار، او یا د ټولو لپاره د لویو لګښتونو خطر.»
ټرمپ مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې که تهران د هغه شرایط ونه مني، امریکا به په ایران کې ټول پلونه او د برېښنا بندونه ویجاړ کړي.
ایران هم ویلي که امریکا د دوی په ملکي تاسیساتو برید وکړي، دوی به د خلیج د عربو ګاونډیانو د برېښنا مرکزونه او د اوبو د مالګې لرې کولو فابریکې په نښه کړي.
ټرمپ ویلي چې د هغه استازي به د سې شنبې په ورځ د اوربند د پای ته رسېدو څخه یوه ورځ مخکې، د دوشنبې په ماښام اسلاماباد ته ورسېږي. که څه سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې د امریکا د پلاوي مشري به مرستیال ولسمشر «جي ډي وانس» کوي، خو ټرمپ له «ایبيسي نیوز» سره په خبرو کې ویلي چې وانس به نه ځي.
پاکستان چې د منځګړي په توګه کار کوي، د خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي. دوه پاکستانیو امنیتي سرچینو ویلي چې د یکشنبې په ورځ دوه لویې امریکايي «سي-۱۷» الوتکې په یوه هوايي اډه کې کښېناستې، چې امنیتي تجهیزات او وسایط یې لېږدول.
د اسلاماباد ښاروالۍ عامه ټرانسپورټ درولی او د سرینا هوټل کې له ټولو میلمنو یې غوښتي چې ووځي.
د فبروري له ۲۸مې راهیسې په پيل شوې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي دي. د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف چې د خبرو اترو مشري کوي، مخکې ویلي و چې دواړو لوریو پرمختګ کړی، خو لا هم د اټومي مسایلو او د هرمز تنګي په اړه ډېر واټن لري.
