سوداګري

ننګرهار کې پر ۳۰ جرېبه ځمکه د کبانو نوي فارمونه جوړېږي

د کرنې وزارت لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې د ننګرهار ولایت په ۳۰ جرېبه ځمکه به د کبانو نوي فارمونه جوړ شي، چې عملاً یې چارې پیل شوې دي.

د کرنې وزارت لپاره د طالبانو وزیر مولوي عطاءالله عمري ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال وویل، چې تازه یې د دې ولایت ۳۰۰ جریبه ځمکه قراردادي شرکتونو ته په قرارداد ورکړې، چې یوازې په ۳۰ جریبه ځمکه به یې د کبانو نوي فارمونه جوړیږي.

عمري وایي، په یاده پروژه ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.

نوموړی زیاتوي: «په ثمرخیلو سیمه کې مو د کانال ۳۰۰ جرېبه ځمکه داخلي شرکتونو ته په قرارداد ورکړه. په دې کې د کبانو د روزنې او ساتنې دیرش فارمونه هم شامل دي.»

د ننګرهار کانال ریاست لپاره د طالبانو ریيس غلام الرحمن کظیم بیا وایي، په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د کبانو تولیدي فارمونه ورغوي او ورسره په دې برخه کې د بهرنیو وارداتو مخه په بشپړ ډول ونیسي.

نوموړی وایي، د تازه جوړېدونکو فارمونو له لارې به د بازار اړتیا پوره او سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه وایي: «موږ هڅه کوو ننګرهار کې د کبانو د روزنې لپاره نور کار هم وکړو او په دې برخه کې لا هڅې کوو ترڅو نور فارمونه هم جوړ کړو. دا دوې ګټې لري هم تولید زیاتېږي او هم ځوانان به کار کېږي.»

په اوس وخت کې په ننګرهار کې د کبانو په تولیدي فارمونو کې لسګونه کسان په کار بوخت دي. کاریګر یې خوښ دي، چې له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي او د بېکارۍ له درده خوندي دي.

دوی وایي، لسګونه ځوانان وزګاره دي، چې طالبانو ته په کار ده دوی ته هم د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي، چې که طالبان غواړي په کور دننه ځان بسیا او ځوانان په کار بوخت شي، نو له خپلو خدماتو سره سره دې خصوصي سکټور ته هم په دې هېواد کې د پانګونې ډاډ ورکړي.

دوی وایي په دې سره به په هره برخه کې تولیدي فابریکې ډېرې او زیات شمېر ځوانان به په کار بوخت شي.