د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د شنبې په ورځ یې خپل هوايي حریم د ایران د ختیځې برخې د تېرېدونکو نړیوالو الوتنو پر مخ په قسمي توګه پرانست.
یادې ادارې ویلي: «د هېواد د هوايي حریم په ختیځه برخه کې هوايي لارې د هغو نړیوالو الوتنو لپاره پرانستې دي چې له ایرانه تېرېږي.»
د ملکي هوايي چلند ادارې زیاته کړې چې ځینې هوايي ډګرونه هم د سهار په ۷:۰۰ بجو (۰۳:۳۰ جیامټي) بېرته پرانستل شوي دي.
خو تر دې خبر تر اعلان وروسته د درېیو ساعتونو په تېرېدو سره، د الوتنو د تعقیب ویبپاڼو ښودله چې تر اوسه هېڅ نړیواله الوتنه له ایرانه نه ده تېره شوې او ګڼو نورو الوتکو د اوږدو لارو په بدلولو سره د ایران له هوايي حریمه ځان ساتلی دی.
