د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۵ د وری ۲۷ – د ۸ بجو خبرونه

باخبره سیمه‌ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې طالبانو په بدخشان ولایت کې خپل اووه غړي د داعش خراسان څانګې سره د لاس لرلو په تور نیولې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه تورن کسان، د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوې دي او په نیول شویو کې د طالبانو د مخابرې کنډک یو قومندان، د طالبانو د دفاع وزارت د سرحدي قطعې د خپرونو آمر، درې تنه طالب افسران او دغه راز د بدخشان ولایت د سیمه‌ییزې را‌‌ډیو او ټأویزیون پخوانی آمر شامل دي.

سرچینو دا هم ویلي، چې له نیول شویو شپږ تنه یې د بدخشان د «جرم» ولسوالۍ د «کېپ» کلي اصلي اوسېدونکي دي، خو ویل کېږي چې یو یې د ضمانت په بدل کې خوشې شوی او پاتې نور تورن کسان کابل ته لېږدول شوې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.