فرهنګ او هنر

ننګرهار پوهنتون کې د عربي ژبې او ادب د دوکتورا برنامه پیل شوه

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د عربي ژبې او ادب څانګې د دوکتورا برنامه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د یاد پوهنتون رئیس انعام الله مدني د دغې برنامې د پرانیستې پر مهال د عربي ژبې پر علمي او اسلامي ارزښت خبرې وکړې او دا یې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې یو مهم پرمختګ وباله.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار سید محمد قاسم هاشمي وویل، چې د دې برنامې هدف د تحقیق او تدریس په ډګر کې د مسلکي کادرونو روزل دي.

ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر د مسوولینو له قوله ویلي، د دکتورا دغه برنامه په لومړي پړاو کې ۱۲ تنه سکالران لري، چې د تدریس او علمي څېړنو په برخه کې به په لوړه کچه زده کړې وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه یو له تاریخي او معتبرو علمي مرکزونو څخه دی، چې په ۱۳۴۱ لمریز کال  کې د جلال‌اباد ښار په درونټې سیمه کې بنسټ اېښودل شوی دی.

دې پوهنتون په لومړي سر کې یوازې د طب پوهنځي په درلودلو سره خپل فعالیت پیل کړ، خو د وخت په تېرېدو سره یې پراختیا وموندله او اوس مهال د طب، انجنیري، کرنې، ادبیاتو، شرعیاتو، اقتصاد او حقوقو په ګډون ېلابېل پوهنځي لري.

ننګرهار پوهنتون د کابل پوهنتون څخه وروسته د افغانستان دویم ستر پوهنتون ګڼل کېږي، چې نه یوازې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو، بلکې د ډیورنډ کرښې هاخوا سیمو څخه هم په سلګونو محصلین پکې په لوړو زده کړو بوخت دي او د سیمې په کچه یې په علمي او څېړنیز ډګر کې ځانګړی نوم ګټلی دی.