په هرات کې د ترهګریزو ډزو د پېښې د وژل شویو د جنازې مراسم سبا ترسره کېږي.
په دې پېښه کې چې د جمعې ورځې له غرمې وروسته رامنځته شوه، د شمېرو له مخې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
تر اوسه پورې هیڅ کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د وژل شویو د کورنیو غړي وایي، د دې پېښې په پایله کې په هرات کې څو کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي او له هرې کورنۍ څو تنه وژل شوي یا ټپیان دي.
