افغانستان

نړیوال بانک: د افغانستان د سړي سر ناخالص تولید ۵.۶ سلنه کم شوی

انځور له ارشیف څخه

نړیوال بانک د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د سړي سر ناخالص کورنی تولید ۵.۶ سلنه راکم شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په هېواد کې د نفوس وده تر اقتصادي ودې ګړندۍ ده، چې له امله یې انفلاسیون (د بیو لوړوالي) هم زیاتوالی موندلی.

 نړیوال بانک په ایران او منځني ختیځ کې روانه جګړه د سیمې لپاره یو “اقتصادي ټکان” بللی چې د افغانستان په ګډون یې د سیمې د هېوادونو پر وړاندې اقتصادي ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې، د ایران په استثنا، په سیمه کې به ټوله اقتصادي وده له ۴ سلنې څخه ۱.۸ سلنې ته راښکته شي.

 دا شمېره د تېر جنوري میاشتې د وړاندوینو په پرتله ۲.۴ سلنه کمه ښودل شوې ده. دغه کموالی په ځانګړي ډول د خلیج د همکارۍ شورا په هېوادونو او عراق کې تر سترګو کېږي، چې جګړې یې اقتصاد سخت ځپلی دی.

د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان لپاره د نړیوال بانک مرستیال، “عثمان دیونه” وویل: «روان بحران یو څرګند خبرداری دی چې سیمه نه یوازې د ټکانونو له مهارولو، بلکې د پیاوړي اقتصاد د بیا رغونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره جدي کار ته اړتیا لري.» هغه ټینګار وکړ چې سوله او ثبات د پایداره پراختیا لپاره لومړني شرطونه دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره سم، د هغو ټولو توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې چې د ایران له لارې افغانستان ته واردېدل.

 د اقتصادي چارو د پوهانو په باور، د بیو لوړوالي او د عایداتي سرچینو کموالي د افغانانو د پېرلو توان خورا کم کړی، چې همدې چارې د هېواد پر سړي سر ناخالص تولید منفي سیوری غوړولی دی.