د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال، محمد نعیم وردک وايي، چې د چین په ارومچي ښار کې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې د پاکستان له لوري پر خپلو «کورنیو امنیتي مسایلو» د ټینګار له امله بې له کومې پایلې پای ته ورسېدې.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) په مذاکراتو کې د پاکستان دغه دریځ «نامنطقي» بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې: «پاکستان غواړي خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې افغانستان ته انتقال کړي او د خپل ولس او هېواد پر وړاندې له شته مسوولیتونو ځان وژغوري.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ د کړکېچ کمولو او سولې په موخه اوه ورځنۍ خبرې اترې تېره ورځ په ارومچي کې پرته له کومې مشخصې پایلې پای ته ورسېدې.
که څه هم طالب چارواکي خبرې بېپايلې بولي، خو چین د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو او پاکستان استازو هوکړه کړې چې د کړکېچ د ژر تر ژره کمولو لپاره هڅې وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې “مائو نینګ” وویل چې دا خبرې د اپریل له ۱مې تر ۷مې پورې په “رغنده فضا” کې ترسره شوې او دواړو خواوو د چین له منځګړیتوب مننه وکړه.
هغې زیاته کړه چې دواړو لورو ژمنه کړې ترڅو خپل اختلافات ژر حل کړي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت نور هم پېچلی کوي.
