په ننګرهار ولایت کې د تېرې شپې د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې ځايي مسؤلینو تایید کړې چې دغو بارانونو په بېلابېلو سیمو کې استوګنیز کورونه او سړکونه ویجاړ کړي دي.
تر دې وړاندې په پچيراګام، خوګیاڼو، سپینغر او شېرزادو ولسوالیو کې هم د کورونو د چتونو پریوتو له امله د ۶ کسانو د مړینې او ۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و، چې اوس دا شمېرې نورې هم لوړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری ولایتونه په تېرو څو اونیو کې د مرګونو سېلابونو شاهدان دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۹ تنو ته رسېدلی او تر ۱۵۴ ډېر نور ټپیان دي.
دغه سېلابونو نږدې ۶۰۰۰ کورنۍ ځپلي، ۳۶۰۰ کورونه یې وران کړي او تر ۱۱ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.
د هېواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سېلابونو له امله تر ۳۳۷ کیلومتره سړکونه هم تخریب شوي چې د تګ راتګ په وړاندې یې ستونزې جوړې کړې دي.
