افغانستان

خوست او فراه کې ترافيکي پېښو دوه تنه مړه شوی او درې نور ټپیان دي

انځور-فراه کې ترافیکي پيښه

په خوست او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

یوه پېښه د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو ګړندی موټر له سړک څخه واوښت او له دېوال سره وجنګېد، چې په پایله کې یې یو کس ژوند له لاسه ورکړ.

دویمه پېښه د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

په دې پېښه کې د یوه موټر چلوونکی مړ شوی او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي.

یو شمېر هېوادوال د سړکونو خرابوالي او د ترافیکي نښو نشتوالي ته په اشارې سره پر مسوولینو نیوکه کوي او وايي چې دا ډول پېښې په هېواد کې د نورو پېښو ترڅنګ تر ټولو خونړۍ بلل کېږي.