د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د «افغاني سرې میاشتې ټولنې» د شمېرو له مخې ویلي چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه شوي دي.
نوموړي پر اېکس (X) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو پېښو کې ۱۱۶ تنه نور ټپیان شوي او ۴ تنه لا هم لادرکه دي.
ذبیحالله مجاهد زیاته کړې چې وروستیو بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۲۴۴۸ استوګنیز کورونه په بشپړه او نیمایي ډول ویجاړ کړي دي.
د هغه په وینا، په دې طبیعي پېښو کې ۲۶۸۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې او له زرو ډېر څاروي تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهدان وو.
وروستیو ورښتونو او سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو عامه لارو، لویو لارو او نښلوونکو سړکونو د تړل کېدو لامل هم شوي دي.
